اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د استاذانو د نړيوالې ورځې په موقع مونږ هغو خلقو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کوؤ كومو چې د پاکستان د سباؤن جوړولو او علم ته د ودې وركولو ستر مشن ذمه واري په خپله غاړه اخستې ده٬ استاذان زمونږ د سباؤن معماران دي ٬ د دو??ي له هڅو پرته مونږ خپلې هيلې ترسره كولې نه شؤ كومې چې مونږ د يو قام په حېث خپل ځان لپاره متعين كړې دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراظم د استاذانو نړيوالې ورځ (5 اكتوبر) په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل نن د خپل قام د معمارانو په توګه د استاذانو د قدر وړ كردار تسليمولو لپاره د استاذانو نړيواله ورځ لمانځلو كښې نړيوالې ورورولۍ سره يو برابر شريك يؤ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د استاذانو د نړيوالې ورځې په موقع مونږ نن هغو خلقو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کوؤ كومو چې د پاکستان د سباؤن جوړولو او علم ته د ودې وركولو ستر مشن ذمه واري په خپله غاړه اخستې ده۔ وزيراعظم ووئيل حقيقت دا دے چې د كوم هم هېواد پرمختګ په بنيادي توګه د دغه هېواد د وګړو تعليم سره تړلې وي او دا د استاذانو زياته خواري وي كوم چې په ځوان كول ??ښې د پرمختګ او سوكالۍ جذبه او شوق پېدا كوي۔ وزیراعظم ووئيل زه د ګرد هېواد د ټولو استاذانو د زړه له كومي مننه كوم كوم چې كوټلي عزم سره د ځوانانو ذهنونه جوړوي۔ دو??ي زمونږ د سباؤن معماران دي او په علم اډانه معيشت جوړولو له د دو??ي خواري ضروري ده۔ د دو??ي له هڅو پرته مونږ خپلې هيلې ترسره كولې نه شؤ كومې چې مونږ د يو قام په حېث خپل ځان لپاره متعين كړې دي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت استاذانو سره د كړې لوظونو پاللو عزم لري۔ ده ووئيل زمونږ مقصد په اعلی كاركردګۍ اډانه لرونكے تعليمي نظام وضعه كول دي كوم چې زمونږ زده كوؤنكي او استاذان دو??ړه په تندۍ سره بدلېدونكې نړۍ كښې د ترقۍ پړاؤنو ترسره كولو جوګه كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل راځۍ چې نن او هره راتلونكې ورځ د خپلو استاذانو د اثر لرونكې ا?? فعاله كردار په توګه ولمانځؤ او د پاكستان د سباؤن د لارښودو د تعليم او تربيې او ډاډګ??رن?? مشن ترسره كولو كښې د دو??ي د مرستې كولو عزم تكرار كړؤ
Nguồn bài viết : Lịch thi đấu bóng đá