پينډۍ 04 نومبر (اے پي پي) د خې??ر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئيلي دي خې??ر پښتونخوا كښې معاشي هلې ځلې نه يوازې صوبې بلكه د هېواد پرمختګ لپاره هم ضروري دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د راولپيندي چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري د اړخه بخپل اعزاز كښې استقبالیې ته وينا كښې وكړه۔دستوري ته د راولپينډي چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری صدر عثمان شوکت ، پخواني صدر ارشد مشهدي ، د وویمن چیمبر آف کامرس صدرې قرۃ العین او نورو هم وينا وكړه۔د خې??ر پښتونخوا ګورنر ووئيل خې??ر پښتونخوا د مينځني اسياﺀ سره د تجارت 7 روټس لري بايد مونږ دې څخه ګټه پورته كړو۔ ده ووئيل تاجکستان د بندر عباس څخه تجارت کوي،كه زمونږ هېواد ګوادر سره وتړلے شي نو هغې څخه به لږ وخت كښې به نړيوالو منډيانو ته رسنه ترلاسه شي او مونږ ته به معاشي ګټه هم راورسي۔ ده ووئېل د قیمتی كاڼو تر ??ولو لو??ې مارکیټ خې??ر پښتونخوا او پېښور دے،نړۍ زمونږ سره تجارت کول غواړي خو خې??رپښتونخوا كښې د بده مرغه د امن صورتحال په دې لاره كښې خنډ جوړ شوے۔مونږ ټولو له به په ګډه په دې صورتال قابو موندل وي، ده ووئېل زمونږ وګړي صلاحيت لري او به محنت سره كار كولې شي ۔ده ووئيل د پېښور او ګورنر هاؤس دروازې د هېواد کاروباری طبقو لپاره پرانستې پرتې دي ٬ مونږ به ستاسو ??ره بشپړه مرسته كوو۔ده ووئيل د راولپينډي وویمن چیمبر اف کامرس اینډ انډسټری غړو له بلنه وركوم چې د خې??ر پښتونخوا وویمن چیمبر آف کامرس سره مرسته لا مستحکمه كړي، ګورنر هاؤس به مرسته كوي۔ده ووئيل پېښور كښې ایکسپو سینتر جوړولو په اړه د تجارت وزارت مننه كوم،دې سره به د صوبې مثبت تشخص رامخې ته شي۔ده ووئيل چین سره اړيكي لا مستحکمولو ته اړتيا ده،د چین تحفظات لري كولو كښې به پاكستان كردار ترسره كوي،سوداګرو لارښودو د هېواد په پرمختګ كښې د پاکستان پیپلز پاړټي د قیادت کردار ستائېلے دے،۔
Nguồn bài viết : Duy nhất (MB)