اسلام آباد۔5 نومبر(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شېخ وئيلي دي ملګري ملتونه او د دې ذيلي تنظيمونه په پا??ستان كښې مهم كردار ل??ي۔ د نهې په ورځ قېصر احمد شېخ سره د ملګرو ملتونو رېذیډنټ کوآرډینېټر یحییٰ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د انټرنېشنل لېبر آرګنائېزېشن (آئی اېل او) استازې ګېئر ټونسټول هم موجود ؤ۔ قېصر احمد شېخ دواړو مېلمنو ته هركلے اووې۔ وفاقی وزیر ووئيل د ملګرو ملتونو نړيوال بحري تنظيم او د سمندري چارو وزارت په ګډه كار كوي دغسې چې د پا??ستان د مېري ټائم سېكټر مسئلې حل كړې شي۔ وفاقی وزیر زياته كړه چې د ملګرو ملتونو د پرمخت??ائ?? پروګرامونو لاندې د تلپاتي پرمختګ هدفونه سر كولو له د پا??ستان مېري ټائم انډسټري په ماحول دوست ماډل بدلېږي۔ قېصر احمد شېخ ووئيل دې مقصد لپاره مونږ ایکواکلچر او هائبرډ وېسلز او روټ آپټیمائزېشن او ډیجیټلائزېشن ته خاص پا??لرنه كوؤ۔ ده زياته كړه چې وفاقي حكومت او ټول صوبائي حكومتونه اېس ډي جيز ته خاص پا??لرنه كوي ولې چې مونږ سموګ او نور ډول آلودګو سره مخ يوو او مونږ د خپل ایئر کوالتی انډېکس ښه كولو هڅې كوؤ۔ په پا??ستان كښې د مزدورانو د حقونو په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل حکومت د لېبر کورټس مضبوطولو له كار كوي۔ وفاقی وزیر د كال 2022 په سېلاب كښې د يو اېن آر سي د دفتر كردار ستائلو سره ووئيل په دغه مهال 33 ملین خلق بې كوره شول۔ يو اېن آر سي د فنډنګ د لارې زمونږ مرسته وكړه او رضا كار يۍ هم راكړل۔ ده زياته كړه چې مونږ د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ له اوس هم يو اېن آر سي سره په ګډه كار كوؤ۔
Nguồn bài viết : CMD Thể Thao